د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پانه لیکلي، یاد تړونونه د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په حضور کې نن د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شوي دي.
سرچینې وړاندې لیکلي، د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او ساختماني چارو څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.
دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، همدا راز د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول او ترڅنګ یې د کابل ښار کوټهسنګي سیمه کې د سوداګریز مارکېټ او په هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول شامل دي.
د مسوولینو په وینا پر دې پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سلګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي.
خبریاله: خاطره اکبري




