کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت استخراجيږي

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، په هېواد کې د نفتو استخراج په ورځني‌ ډول ۱۳ سوه او ۵۰ ټنه دی. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴ څاه ګانې فعاله دي چې په راتلونکي کې به يې شمېر نور هم لوړ شي. د سرچينې په خبره، د هېواد پر ۲۰۰ زره کيلو متره مربع ځمکه نفتي ساحې شته چې په پنځو حوزو وېشل شوې دي. س…

2024-04-16 01:39 118۱ دقیقې لوستل
هېواد کې هره ورځ ۱۳۵۰ ټنه نفت استخراجيږي

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، په هېواد کې د نفتو استخراج په ورځني‌ ډول ۱۳ سوه او ۵۰ ټنه دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴ څاه ګانې فعاله دي چې په راتلونکي کې به يې شمېر نور هم لوړ شي.

د سرچينې په خبره، د هېواد پر ۲۰۰ زره کيلو متره مربع ځمکه نفتي ساحې شته چې په پنځو حوزو وېشل شوې دي.

سرچينه زياتوي، له دغو حوزو یې يوازې د امو درياب نفتي حوزه فعاله ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په امو دریا نفتي حوزه کې د يوې چينايي کمپني له لورې د څاه‌ګانو کېندلو کارونه دوام لري.

د يادونې ده چې په دغه نفتي حوزه کې به ۲۲ نوې څاه ګانې هم وکيندل شي او همداراز به دوې غیرې فعالې څاه‌ګانې هم فعالې او استخراج به ورڅخه پیل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب