کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

هېواد کې هر کال شاوخوا ۱۸۰ زره تنه د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي

د عامې روغتیا وزارت د (نري‌رنځ) سره د مبارزې نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي، هر کال له ۱۰۰زرو څخه تر ۱۸۰زرو پورې کسان د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي. د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدلولي حقاني وايي، د توبرکلوز ناروغۍ درملنه یې په کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده. حقانی، له نړۍوالو مرستند…

2025-03-24 01:17 154۱ دقیقې لوستل
هېواد کې هر کال شاوخوا ۱۸۰ زره تنه د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي

د عامې روغتیا وزارت د (نري‌رنځ) سره د مبارزې نړۍوالې ورځ په مناسبت ویلي، هر کال له ۱۰۰زرو څخه تر ۱۸۰زرو پورې کسان د نري رنځ یا توبرکلوز په ناروغۍ اخته کېږي.

د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال عبدلولي حقاني وايي، د توبرکلوز ناروغۍ درملنه یې په کاري لومړیتوبونو کې نیولې ده.

حقانی، له نړۍوالو مرستندویه ادارو او بنسټونو غوښتي چې د توبرکلوز ناروغۍ په برخه کې ورسره لازمې مرستې وکړي.

د مارچ ۲۴مه په ټوله نړۍ کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ سره د مبارزې او مخنېوي په نوم نمانځل کېږي.

ورته مهال په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان په همدې مناسبت په خبرپانه کې ډاډ څرګند کړی چې په هېواد کې به د نري رنځ له ناروغانو د درملنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د یاد سازمان مشر ډاکټر ایډوین سینېزه سلواډور له خلکو غوښتي چې د دغه ناروغۍ د مخنېوي لپاره په ګډه کار وکړي او د درملنې پر لارو چارو یې غور وکړي.

باید وویل شي چې دغه وزارت په تېر کال کې د دغې ناروغۍ د پنځوس زره ناروغانو د درملنې خبر هم ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب