کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وال‌سټريټ ژورنال: چين ايران ته د ډرون الوتکې برابروي

وال سټریټ‌ژورنال د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې چین لا هم د امریکا له بندیزونو سره - سره د ایران او روسیې د پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پروګرامونو ته اکمالات برابروي. وال‌سټریټ ژورنال ويلي، چې يوه کوچنۍ چینايي کمپنۍ په ښکاره ډول د ډرونونو دوه‌ګونې کارېدونکې (dual-use) پرزې لکه انجنونه، بیټرۍ، فایبر-نوري…

2026-05-06 00:24 113۱ دقیقې لوستل
وال‌سټريټ ژورنال: چين ايران ته د ډرون الوتکې برابروي

وال سټریټ‌ژورنال د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې چین لا هم د امریکا له بندیزونو سره - سره د ایران او روسیې د پیلوټه الوتکو (ډرونونو) پروګرامونو ته اکمالات برابروي.

وال‌سټریټ ژورنال ويلي، چې يوه کوچنۍ چینايي کمپنۍ په ښکاره ډول د ډرونونو دوه‌ګونې کارېدونکې (dual-use) پرزې لکه انجنونه، بیټرۍ، فایبر-نوري کیبلونه او چپونه ایران او روسیې ته صادروي.

په راپور کې راغلي، چې يوه بل کمپنۍ، «Xiamen Victory Technology»، آن د جرمني له لوري طرحه شوې د L550 ډرون انجنونه هم بازار ته وړاندې کړي، چې د ایران د «Shahed-136» بریدګرو ډرونونو سره تړاو لري، چې دغه ډرونونه ايران په وروستیو جګړو کې کارولي دي.

 

بلخوا بیا امریکا چارواکي وایي چې د دې سوداګرۍ مخنیوی ستونزمن دی، ځکه ډرونونه پر عامو سوداګریزو پرزو ولاړ وي چې د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو له لارې په اسانۍ انتقالېږي.

دغه چارواکو ويلي، چې ډېر چینايي عرضه کوونکي کوچني شرکتونه دي چې د امریکا له بندیزونو سره لږ تړاو لري او ورځ تر بلې په ښکاره ډول فعالیت کوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب