کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

وري مياشت کې له هېواده د څه‌ باندې ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي چې پر اساس یې تېره وري مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۵.۶ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۵۰ ميليون ډالرو ته رسېږي. د یادې ادارې د معلوماتو له مخي، د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د ه…

2024-06-05 02:44 133۱ دقیقې لوستل
وري مياشت کې له هېواده د څه‌ باندې ۹۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د وري مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي چې پر اساس یې تېره وري مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۵.۶ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۶۵۰ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخي، د ۱۴۰۲ کال په کب مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۴۱.۱ میلیون ډالره و.
دا په داسي حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې د صادراتو ارزښت د ۱۴۰۲ کال د کب مياشتې په پرتله ۴۵.۵ ميليون ډالره کموالی ښيي.

دغې ادارې ویلي، د ۱۴۰۳ کال په وري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب