کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټاکل شوې تر راتلونکو پنځلسو ورځو د هرات خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو لېږ رالیږد پيل شي

د هرات ولايت مسوولينو په يوه خبري غونډه کې ويلي، د څلورم پړاو غځولو او بشپړېدو وروسته به د روزنک سټېشن له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لړۍ پيل کړي. د دغه ولايت د رېل پټلۍ رييس وايي، د هرات _ خواف پټلۍ له لارې به د چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې بندرونو ته د ماليې په تخفيف سره سوداګريز توکي صادر کړي. د ده په خ…

2024-02-05 21:47 86۱ دقیقې لوستل
ټاکل شوې تر راتلونکو پنځلسو ورځو د هرات خواف ریل پټلۍ له لارې د سوداګريزو توکو لېږ رالیږد پيل شي

د هرات ولايت مسوولينو په يوه خبري غونډه کې ويلي، د څلورم پړاو غځولو او بشپړېدو وروسته به د روزنک سټېشن له لارې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لړۍ پيل کړي.

د دغه ولايت د رېل پټلۍ رييس وايي، د هرات _ خواف پټلۍ له لارې به د چابهار بندر، بندر عباس او د ترکيې بندرونو ته د ماليې په تخفيف سره سوداګريز توکي صادر کړي.

د ده په خبره ياده رېل پټلۍ په لومړي کال د سل زره ټنه سوداګريزو توکو او د سل زره مسافرو د لېږد ظرفيت لري.

ورته مهال د دغه رېل پټلۍ د امنيت مسوول ويلي، د رېل پټلۍ د امنيت ټينګښت لپاره يې څلور قطعې چې هر يوه يې له سلو ډېر سرتيري لري ګمارلي.

د مسوولينو په خبره د راتلونکي کال له پيله به د مسافرو تک راتګ هم د همدې رېل پټلۍ له لارې پيل شي.

مسولين وايي، د دغې رېل پټلۍ په فعالېدو سره به هرات د افغانستان په اقتصادي مرکز واوړي

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب