کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: له افغانستانه‌ د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا لپاره د شرم وړ پېښه ده

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او پخوانی رييس جمهور ډونالډ ټرمپ بايډن سره په يوه تلويزوني مناظره کې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو وتل د امريکا لپاره د تاريخي شرم ياد کړی.   نوموړي دغه څرګندونې د امريکايي تلويزون سي‌ان‌ان په کوربه توب د بايډن او ده ترمنځ په لومړۍ مناظره کې کړي دي.   ټرمپ د ب…

2024-06-28 08:10 125۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: له افغانستانه‌ د امريکايي ځواکونو وتل د امريکا لپاره د شرم وړ پېښه ده

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند او پخوانی رييس جمهور ډونالډ ټرمپ بايډن سره په يوه تلويزوني مناظره کې له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو وتل د امريکا لپاره د تاريخي شرم ياد کړی.

 

نوموړي دغه څرګندونې د امريکايي تلويزون سي‌ان‌ان په کوربه توب د بايډن او ده ترمنځ په لومړۍ مناظره کې کړي دي.

 

ټرمپ د بايډن هغې پریکړې ته چې له افغانستان څخه يې امريکايي سرتېري واېستل ويلي، ««دا دومره د شرم وړ پرېکړه وه چې مونږ نه يواځې خپل سرتيري له لاسه ورکړل؛ بلکې د ميليونونو ډالرو تجهيزات، هېوادوالو او شريکان مو هم هلته پاتې شول»»

 

د ټرمپ له نيوکو سره سره چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو په تړاو يې کړي، ډېر کله د کانګرس غړو هم د بايډن له دغې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

 

دوی وايي، وروسته له هغې چې امريکايي سرتيري له افغانستان څخه ووتل دغه هېواد په سیمه کې خپل غښتلی دريځ له لاسه ورکړی او ځای يې چين او روسيې نيولی دی.

 

بايډن بيا ويلي، د ټرمپ د واکمني پر مهال په افغانستان کې خلک وژل کیدل او ده يې د مخنيوي په هکله هېڅ نکول.

 

د يادونې ده چې امريکا په افغانستان کې له دوه لسيزو شتون وروسته د ۲۰۲۱ کال اګسټ مياشت کې ووتل او په همدې مياشت کې اوسنی حکومت (طالبان) واک ته ورسېدل.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

حضرت محمد روحاني2024-06-28
د ټرمپ او بایډن مناظره

خو زما په اند افغانستان کې ترټولو غوره د جګړي ختمدل د ا دهېواد او هېوادوالو په ګټه ده

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب