کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه.   د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د حکومت د مشرتابه د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په لار…

2023-09-16 20:08 128۲ دقیقې لوستل
پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره بین‌الوزارتي کمېټه جوړه شوه

د سرپرست حکومت د مشرتابه د ځانګړي فرمان پر بنسټ، کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو په موخه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته شوه.  

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د حکومت د مشرتابه د فرمان او د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال په لارښوونې او د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۵ قمري کال د دویمې ګڼې مصوبې پر بنسټ، د پانګونې د بین‌الوزارتي کمېټه رامنځته او لومړنۍ غونډه يې ترسره شوه.  

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اقتصادي مرستیال ځانګړي سکرتر مولوي عبدالله عزام ویلي، چې د اوسني حکومت په راتګ سره، افغانستان د اقتصاد په ډګر کې لومړني ګامونه اخیستي دي.  

هغه زیاتوي، دغه کمېټه به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او په امارتي ادارو کې به له بیروکراسۍ مخنیوی وکړي.

د دغې غونډې په پای کې پرېکړه شوې، چې ټول اړونده وزارتونه د درېیو ورځو په لړ کې، د دغې کمېټې د کړنلارې د غني کېدو په موخه خپل نظرونه په لیکلې بڼه د نوموړې کمېټې له دارالانشا سره شریک کړي او د نظرونو تر یووالي وروسته به یوه جامع کړنلاره ترییب او د منظورۍ لپاره به اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړل شي. 

دا کمېټه په داسې حال کې جوړېږي، چې سرپرست حکومت تر دې وړاندې پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب