د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، وروسته له هغه چې د خيبر پښتونخوا په بنو کې دوه ورځې وړاندې پر يو پوځي مرکز بريد ترسره شو، دغه هېواد په اسلاماباد کې د افغانستان مرستيال سفير احضار کړی دی.
ياد وزارت ادعا کړې چې بريد د حافظ بهادر ګل ډلې کړی او دغه ډله په افغانستان کې پټنځایونه لري.
سرچينې له له افغان لوري غوښتنه کړې چې دغه موضوع دې په جدي ډول وڅيړي.
اسلام اباد کې د افغانستان مرستيال سفير داسې مهال احضار کيږي چې څه وخت وړاندې د ياد هېواد د دفاع وزير خواجه آصف ويلي وو، که له افغانستان څخه ورته خطر پېښ شي، نو په دغه هېواد کې به د ترهګرو د ځپلو په عمليات ترسره کړي.
که څه هم افغان لوری دغه څرګندونې بار بار ردوي، خو پاکستان بيا هم په دغه هېواد کې د نا امني لامل افغانستان ګڼي.




