د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د دفاع وزارت وروستيو څرکندونو ته غبرګون ښودلی دی.
دغه وزارت نن ناوخته په يوه ليکلي بيان کې ويلي، د پاکستاني دفاع وزير وروستۍ څرګندونې ناسنجيده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده.
ياد وزارت ويلي، هر هغه چې د افغانستان پر حريم تېری کوي پايله به يې پر خپله غاړه وي.
سرچينې دغه راز ويلي، هيچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په مقابل کې وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان دفاع وزير ويلي وو که اړتيا شوه کولای شي په افغانستان کې دننه عمليات وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره په دغه هېواد کې عزم استحکام په نوم د عملیاتو د پيل خبر ورکړ.




