کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان: کارت لرونکي افغان کډوال هم د مارچ تر ۳۱‌مې نیټې پورې په زور باسو

دپاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولیږي. په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د P…

2025-03-10 02:52 145۲ دقیقې لوستل
پاکستان: کارت لرونکي افغان کډوال هم د مارچ تر ۳۱‌مې نیټې پورې په زور باسو

دپاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو او د دوی له حکومت سره ثبت ۲.۱ مېلیونه افغان کډوال په بېلابېلو پړاوونو کې بېرته خپل هېواد ته ولیږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وایي:« له ۲.۱ مېلیونه افغان کډوالو څخه ۱.۳ مېلېونه کسان د POR کارت لرونکي دي چې د افغان کډوالو ۵۲سلنه برخه جوړوي او ډېری یې په خېبر پښتونخوا کې مېشت دي».

د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو له ثبت شویو کډوالو پرته سلګونه زره نور افغان کډوال په ناقانونه توګه دغه هېواد کې مېشت دي، چې د پاکستان د پرېکړې له مخې په لومړي پړاو کې به د دوی د اېستل کېدو لړۍ چټکه کړي او که د مارچ میاشتې تر پایه په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه نشي؛ نو په زور به یې وباسي.

ورته مهال پاکستاني پولیسو له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې دروازه په دروازه د ناقانونه افغانانو د نیول کېدو لپاره عملیات پیل کړي؛ خو په پلازمېنه کې ډېری هغه افغانان مېشت دي چې د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته یې ژوند له ګواښ سره مخ و او د لوېدیځو هېوادونو د پناه غوښتنو پسې یاد هېواد ته تللي دي.

د راپورونو په اساس د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار لا ویلي، د هغو افغانانو د اېستل کېدو په اړه هم فکر کوي چې لوېدیځو هېوادونو او امریکا یې د بیا مېشتېدو غوښتنلیکونه رد کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب