کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغځېده

د پاکستان حکومت کابینې د یوې اعلامیه په خپرولو سره پریکړه کړې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانانو ته د ثبت‌کارتونو د اعتبار موده یو کال نوره هم وغځوي. په اعلامیه کې راغلي، د PoR کارت لرونکي کولی شي چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نیټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.سرچینه وایې، پاکستان کې له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان Por کا…

2024-07-22 23:03 111۱ دقیقې لوستل
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده یو کال نوره هم وغځېده

د پاکستان حکومت کابینې د یوې اعلامیه په خپرولو سره پریکړه کړې چې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانانو ته د ثبت‌کارتونو د اعتبار موده یو کال نوره هم وغځوي.
 په اعلامیه کې راغلي، د PoR کارت لرونکي کولی شي چې د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې نیټې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
سرچینه وایې، پاکستان کې له ۸۰۰ زرو څخه ډېر افغانان Por کارتونه لري. 
پاکستاني چارواکي وايي، د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې شاوخوا ۷۰۰ زره افغانان پاکستان ته ورغلي دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه ناقانونه افغان ګډوال په جبر را ایستل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب