کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بريد؛ ګڼو سیاسينو غندلی او پر افغان خاوره يې تېری بللی

تېره شپه د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتيکا په برمل ولسوالي هوايي بريد وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په‌ ګډون اتلس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.   دغه بريد‌ ته په غبرګون کې پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي په اېکس پاڼه ليکلي، د پاکستان دغه بريدونه د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکي نقض کول دی او په سختو ټکو یې غندنه…

2024-12-24 21:18 113۲ دقیقې لوستل
پر افغان خاوره د پاکستان هوايي بريد؛ ګڼو سیاسينو غندلی او پر افغان خاوره يې تېری بللی

تېره شپه د پاکستان هوايي ځواکونو د پکتيکا په برمل ولسوالي هوايي بريد وکړ چې پکې د ښځو او ماشومانو په‌ ګډون اتلس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

دغه بريد‌ ته په غبرګون کې پخواني ولسمشر حامد‌ کرزي په اېکس پاڼه ليکلي، د پاکستان دغه بريدونه د افغانستان ملي حاکميت او خپلواکي نقض کول دی او په سختو ټکو یې غندنه کوو.

 

نوموړي همداراز ويلي، د پاکستان دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې کمرنګه کوي.

 

ورته‌ مهال بیا حنيف اتمر هم ياد برید غندلی دی او فاجعه يې بللې ده.

 

په‌ همدې حال کې رحمت الله نبيل هم پر اېکس ليکلي، دغه بريد يو ښکاره جنايت او د نړيوالو قوانينو نقض دی.

 

ده همداراز ویلي، دغه بريد د افغانستان ملي حاکميت پر وړاندې د پاکستان د مطلقې بې پروايي څرګندونه کوي.

 

دا لومړی ځل ندی چې پاکستان دغه ډول بریدونه کوي، بلکې له دې وړاندې يې هم په خوست کې هوایي بريدونه کړي وو او ادعا یې کړې وه چې ټي‌ټي‌ټي ځواکونه يې په نښه کړي دي.

 

دغه بريد داسې مهال کيږي چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانکړي استازي د افغانستان کورنیو چارو وزير خليفه سراج الدین حقاني سره ليدلي وو، او د ترهګري په له منځه وړلو یې خبرې کړې وې.

 

د يادونې وړ ده چې ملي دفاع وزرات هم ياد بريدونه غندلي او د بالمثل عمل خبره یې کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب