کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پنجشير کې د ۸۲۷ زره امريکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي

د کانونو او پټروليم وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، چې پنجشېر ولایت کې د ازادې داوطلبۍ د لارې د ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي. خبرپاڼه زياتوي، چې په دې ولایت کې د پنجشېر والي، ولايتي مسوولانو او پانګه‌والو ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخې، په دغه داوطلبۍ کې، حامد د څلور زره ډالرو په په قیمت د…

2023-10-25 03:14 180۲ دقیقې لوستل
پنجشير کې د ۸۲۷ زره امريکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي

د کانونو او پټروليم وزارت په يوې خبرپاڼه کې وايي، چې پنجشېر ولایت کې د ازادې داوطلبۍ د لارې د ۸۲۷ زره او ۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په دې ولایت کې د پنجشېر والي، ولايتي مسوولانو او پانګه‌والو ګډون درلود.

د خبرپاڼې له مخې، په دغه داوطلبۍ کې، حامد د څلور زره ډالرو په په قیمت د ۶۰ قیراط زمردو، فريد د ۴۰زره ډالرو په قيمت د ۴۰۲ قیراط زمرد، محمد وصال د ۲۰۱۵۰۰ ډالرو په قيمت د‌ ۴۳۵.۸۵ قيراط زمردو، محمد زید د ۳۳زره ۵۰۰ ډالرو په قيمت د ۴۷۷ قیراط زمردو، محمد ذبیح د ۶۰زره او ۲۰۰ ډالرو په قيمت د ۳۲۸.۳۵ قيراط زمردو او صلاح الدين ۴۷۳۰۰۰ ډالرو په قيمت د ۸۲۸ قيراط زمردو ګټونکي اعلان شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغې داوطلبۍ کې په مجموعي توګه  ۳۳۴۲.۹۵ قيراط زمرد،  د ۸۲۷۲۰۰ امريکايي ډالرو په ارزښت وپلورل شول.

دا څلورم ځل دی، چې پنجشېر ولايت کې زمرد د داوطلبۍ د لارې پلورل کېږي.

د کانونو او پټروليم وزارت وايي، چې په مجموعي توګه د يو ميليون ۴۳۴ زره او ۹۰۰ ډالرو په ارزښت زمرد پلورل شوي دي.

د دغه وزارت په وينا، د پنجشېر ولایت زمرد د حکومت د مشرتابه ملا هبة الله اخندزاده د فرمان له مخې پلورل کېږي.

د پنجشېر ولایت په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو کانونو د استخراج چارې د اسد د مياشتې په منځ کې پیل شوې.

د کانونو او پټروليم وزارت هغه مهال اعلان وکړ، چې د زمرد ۲۰۰ کان کیندونکو ته یې د کار جوازونه ورکړي دي.

د شمېرو له مخې، په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونه ثبت شوي، چې ۵۰۰ يې اوسمهال فعال دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب