د بلخ ولايت د بدنې روزنې او ورزش امریت وايي، یادې سیالۍ دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۴۰ لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې د بیلابیلو ولایتونو لوبغاړو پکې برخه اخستې وه.
د بلخ ولايت د رزمي لوبو مرستيال شاه ولي راسخ وايي چې په دې سياليو کې له بلخ، جوزجان، کندوز او سمنګان ولايتونو څخه ورزشکارانو برخه اخيستې وه.
ښاغلی راسخ وايي، چې د دغو سیالیو له پیلولو یې موخه د ازادو مبارزو ورزش ته وده ورکول، د غوره ورزشي شخصیتونو پیژندنه او د ځوانانو هڅول دي.
په ورته وخت کې يو شمېر ورزشکاران د دغو سياليو له ترسره کېدو هرکلى کوي او وايي چې ورزش د قومونو ترمنځ د يووالي او ورورولۍ د رامنځته کولو ترڅنګ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو په لرې کولو کې مرسته کوي.




