کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

په لومړي ځل د پنجشېر ياقوت وپلورل شول

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د پنجشېر له کانونو استخراج شوي (۳۳۸۶) قيراطه زمرد یې پلورلي.   د ده په خبره دغه دغه زمرد د هېواد ملي سوداګرو له لوري د ۲۰۰ او ۶۹ زره او ۵۵۹ امريکايي ډالرو په ارزښت اخيستل شوي دي.   د سرچيني په خبره تراوسه يې د پنجشېر له کانونو د ۴ ميليونه،…

2024-05-21 05:19 119۱ دقیقې لوستل
په لومړي ځل د پنجشېر ياقوت وپلورل شول

د کانونو او پټروليم وزارت وياند همايون افغان پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د پنجشېر له کانونو استخراج شوي (۳۳۸۶) قيراطه زمرد یې پلورلي.

 

د ده په خبره دغه دغه زمرد د هېواد ملي سوداګرو له لوري د ۲۰۰ او ۶۹ زره او ۵۵۹ امريکايي ډالرو په ارزښت اخيستل شوي دي.

 

د سرچيني په خبره تراوسه يې د پنجشېر له کانونو د ۴ ميليونه، ۲۸۷ زره او ۳۵۹ امريکايي ډالرو په ارزښت زمرد پلورلي چې پکې يوازې لس سلنه د سرپرست حکومت برخه وه او پاتي هغه يې د معدنکارانو ده چې ټول پنجشېر ولايت دي.

نوموړي دغه راز ويلي، په دغه کانونو کې لس زره تنه په کار هم بوخت دي.

 

نوموړي ويلي، د زمردو په دغه داوطلبي کې په لومړي ځل د پنجشېر ياقوت هم د سل زره امريکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.

 

د پنجشېر ياقوت داسې مهال پلورل کيږي چې تازه سرپرست حکومت د جګدلک د ياقوتو کان د ۲۷ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت په څلوېښت سلنه سهم د استخراج په موخه خصوصي سکتور ته وسپاره چې تر راتلونکو پنځلسو کلونو به ترې د استخراج چارې روانې وي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب