د نړۍوال جام په لومړۍ نیمه پاې لوبه کې چې د افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ ترسره شوه پکې سويلي افريقا افغانستان ته د ۹ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
په ننۍ لوبه کې افغان لوبډلمشر د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پریکړه يې وکړه.
افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په اوټېدو ۵۶ منډې جوړې کړې چې ياد هدف سیالې لوبډلې په يوه لوبغاړي په اوټ کېدو د لوبې په ۹م اور کې پوره کړ.
سويلي افريقا د دغې لوبې په ګټلو سره وکولای شول چې د سږ کال نړۍوال جام ته د لومړۍ لوبډلې په توګه لار ومومي.
افغان لوبډلې په دغه سفر کې يوګاندا، پاپونيوګيني، نيوزيلنډ، اسټراليا او بنګلاديش ته ماتې ورکړې او له هند، سويلي افريقا او ويسټ انډيز يې ماتې وخوړې.
د سږ کال نړۍوال جام دويمه نيمه پای لوبه به د هند او انګلينډ لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې ګټونکی به په پای لوبه کې له سون افريقا سره لوبه کوي.




