د پکتيا ولایت مقام وايي، چې د دې ولایت له مرکز ګردېز څخه تر زرمت ولسوالۍ پورې د غځېدلي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سړک شل کيلو متره اوږدوالی او نهه متره سور لري او د جوړولو چارېيې په دو لاټونو تقسيم شوې دي.
اعلاميه زیاتوي، چې د دې سړک د لومړي لاټ اساسي پنځه کيلومتره پخوا په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی او پاتې پنځه کيلومتروچارې يې اوس پيل شوې.
په اعلاميه کې راغلي، چې د دغه سړک د پاتې لس کيلو متره چارې به هم په راتلونکي کال کې پيل شي.
د پکتیا ولایت مقام د معلوماتو د مخې، د یاد سړک د لس کیلومټره لومړي لاټ قرارداد په ۳۳۵ میلیونه افغانۍ ورکړل شوی او د دویم لاټقرارداد چې لس کيلومتره کېږي، ارزښت یې ۳۳۷ میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د معلوماتو له مخې د دې سړک د جوړولو پیسې د ټولګټو وزارت له داخلي بودجې څخه ورکول کېږي.
یاد سړک د هېواد له مهمو سړکونو څخه دی چې د زرمت پر ولسوالي سربېره د روحاني بابا ولسوالي او غزني او پکتیکا ولایتونه د پکتیاولایت له مرکر(ګردیز) سره نښلوي.




