کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پکتیا کې د شاتو تولید او د فارم لرونکو غوښتنې

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي. د شاتو مچیو فارم لرونکي بیا د کورنیو شاتو د تولید د بازار ښه کېدلو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز لګولو غوښتنه کوي. د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر عبدالبصیر کوچي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي…

2025-03-18 00:27 44۲ دقیقې لوستل
پکتیا کې د شاتو تولید او د فارم لرونکو غوښتنې

د پکتیا ولایت د کرنې ریاست مسوولانو خبر ورکړی چې سږ کال په دغه ولایت کې ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي.

د شاتو مچیو فارم لرونکي بیا د کورنیو شاتو د تولید د بازار ښه کېدلو لپاره پر وارداتي شاتو د بندیز لګولو غوښتنه کوي.

د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ عمومي مدیر عبدالبصیر کوچي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په یاد ولایت کې د شاتو د مچیو ۲۷۶ فارمونه ثبت دي چې سږکال ور څخه ۳۵۰ ټنه شات تولید شوي دي.

کوچي همداراز ویلي سږنی کال په دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې د تېر په پرتله ۲۷ ټنه کموالی راغلی دی او په وینا یې چې هڅه کوي بازار ته د ګاونډیو هېوادونو په بې کیفیته شاتو بندیز ولګوي.

عبدالبصیر کوچي پخپلو خبرو کې ویلي"موږ پلان لرو او له وزارت سره مو هم شريک کړی چې څو له نورو ګاونډيو هېوادونو شات دلته رانه وړل شي، دلته پکتيا کې د شاتو توليد ښه دی، موږ غواړو چې طبيعي شات او د خپلو فارمونو شات په هېواد کې مروج شي، زموږ هڅه دا ده چې هغه بې‌کيفيته شات بند کړو."

باید وویل شي چې دا مهال په پکتیا ولایت کې یو کیلو خالص شات په ۳۳۰ افغانۍ باندې تر لاسه کېږې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب