د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اکس پاڼه ليکلي، د هرات ولايت د اوسپنې پټلۍ ادارې ريس د (يون لونګ زيرن) چينايي شرکت له استازي سره ليدلي.
د ياد ولايت د اوسپنې پټلۍ ريس چينايي پانګوالو سره په خبرو کې ويلي، د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه موجود دي او له پانګوالو يې غوښتي ترڅو د نورو برخو ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ په برخه کې هم پانګونه وکړي.
د ياد شرکت استازي افغانستان له نړۍ سره د وصل کيلي بللی او په خبره يې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې يې پانګونه له لومړيتوبونو څخه ده.
د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې همداراز ويلي، د دغه شرکت استازي په هرات کې د فولاد د تولید په برخه کې د درې ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د يوې پروژې سروې هم کړې چې په راتلونکي کې به دغه پانګه تر سل ميليونه امريکايي ډالرو ورسيږي.
د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم چينايي شرکتونو په افغانستان کې د کانونو استخراج، اوبو او برېښنا او نورو ګڼو برخو کې د پانګونې لېوالتيا ښودلې وه.




