د سوداګرۍ وزارت يوه خبرپاڼه کې وايي، يو شمېر چينايي صنعتکارانو غواړي افغانستان کې د موبایل چارجر جوړولو فابريکه جوړه کړي.
دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دې چينايي صنعتکارانو د سوداګرۍ وزارت مرستيال مولوي قدرت الله جمال سره په کتنه کې د خپل کاري پلان په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
خبرپاڼه زياتوي، چينايي پانګوالو ډاډ څرګند کړی، چې نزدې راتلونکې کې د موبایل د چارجر جوړولو لپاره د ۱.۲۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت مشینري له چین څخه افغانستان ته راولېږدي.
دوی ويلي، د افغاني سوداګرو سره په ګډه رامنځته کېدونکې دغې فابریکې کې به تر ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
سرچينه وايي، چې چينايي پانګوالو په نورو برخو کې هم د ۱۰ میلیونه ډالرو پانګه اچونې هوډ څرګند کړ.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال د چينايي پانګوالو له دې اقدام مننه کړې او د هر اړخيز ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
هغه زياته کړې، چې دوی د صنعتي سکتور د پياوړتيا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
تېرو دوه کلونو کې چينايي پانګوالو په بېلابېلو برخو کې افغانستان پانګونې ته مخه کړې ده.
دوی یې ځينو کانونو د استخراج په برخه کې کار پيل کړی او ځينو نورو یې له افغان سوداګرو سره په ګډه صنعتي برخه کې پانګه اچونې کړې ده.




