کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين: د افغانستان خپلواکي او پرېکړو ته درناوی لرو

کابل (کوه نور، ۲۹ اسد ۱۴۰۴): د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ریاست الوزرا ملا محمد حسن اخند نن غرمه د ارګ په ګلخانۍ ماڼۍ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یې او د هغه له مل پلاوي سره لیدلي دي.   خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر…

2025-08-20 06:56 258۳ دقیقې لوستل
چين: د افغانستان خپلواکي او پرېکړو ته درناوی لرو

کابل (کوه نور، ۲۹ اسد ۱۴۰۴): د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر اېکس پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ریاست الوزرا ملا محمد حسن اخند نن غرمه د ارګ په ګلخانۍ ماڼۍ کې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ یې او د هغه له مل پلاوي سره لیدلي دي.

 

خبرپاڼه کې راغلي، دې لیدنه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، د ریاست الوزرا د دفتر مقام عمومي ریئس ملا عبدالواسع او د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم ګډون کړی و.

 

د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې، ملا حسن اخند د چین بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چین د افغانستان له پخوانیو او ښه دوستانو څخه دی او موږ د افغانستان لپاره د دې هېواد ملاتړ او همکارۍ چې په نړۍوالو ناستو کې ترسره شوي ستایوو.

 

خبرپاڼه کې د اخند له قوله لیکل شوي، موږ هیڅ چاته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او له نورو هېوادونو هم غوښتنه کوو چې له موږ سره د دوستۍ، ښه اړیکو او مثبت تعامل څخه کار واخلي.

 

ریئس الوزرا ټینګار کړی چې، له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښه اړیکو او همکارۍ له لارې مخ ته ځو نوموړي همداراز زیاته کړې چې د دوامداره او مثبتو اړیکو په نتیجه کې به د چین په ګډون له نورو ټولو هېوادونو سره ښه پرمختګ او اړیکې ولرو.

 

دغه لیدنه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې د افغانستان او چین هېوادونو ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې دواړه هېوادونه ښه دوستان بللي او ویلي یې دي چین د افغانستان ازادۍ او د افغانانو انتخاب ته درناوی کوي او باور لري چې سمه لار یې غوره کړې ده.

 

وانګ ویلي، زه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمې غړو له ډلې لومړی کس یم چې دوه ځله افغانستان ته راغلی یم چې دا کار له افغانستان سره زموږ دوستي او صداقت ښیې.

 

نوموړي زیاته کړې، چین او افغانستان ګډ راتلونکی لري او موږ غواړو چې د اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ لپاره چټک ګامونه واخلو.

 

هغه ویلي، موږ له افغانستان سره د اقتصاد او امنیت په برخو کې د همکارۍ کولو لپاره چمتو یو او نوموړي هیله ښودلې چې د افغانستان حکومت یې د امنیت برخو کې هم اندېښنې درک کړي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ښه امنیتي همکاري به د افغانستان د پرمختګ لپاره ښه زمینه برابره کړي او هیله یې څرګنده کړه چې د دوی اندېښنو ته ځانګړې پاملرنه وشي او همکارۍ لا پیاوړې شي.

 

په وروستیو کې ریاست الوزرا د چین بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، زما نېکې هیلې او احترامات د چین مشرتابه ته ورسوه او ډاډ یې ورکړی چې خاوره یې د بل هیڅ کوم هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب