کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چين کې نوی ویروس؛ تر اوسه پرې زرګونه وګړي اخته شوي دي

کابل (کوه نور، ۱۱ اسد ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" ویلي، د چیکونګیا په نوم نوی ویروس په سوېلي چین او په ځانګړې توګه د "ګوانګ دونګ" ولایت په فوشان ښار کې په چټکۍ سره خپرېږي. یاد ولایت کې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې د "چیکونګیا" ویروس له څلورو زرو ډېرې پېښې راپور شوې دي. د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، تر…

2025-08-02 06:32 247۱ دقیقې لوستل
چين کې نوی ویروس؛ تر اوسه پرې زرګونه وګړي اخته شوي دي

کابل (کوه نور، ۱۱ اسد ۱۴۰۴): د روغتیا نړۍوال سازمان "WHO" ویلي، د چیکونګیا په نوم نوی ویروس په سوېلي چین او په ځانګړې توګه د "ګوانګ دونګ" ولایت په فوشان ښار کې په چټکۍ سره خپرېږي.

یاد ولایت کې د ۲۰۲۵ کال د اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې د "چیکونګیا" ویروس له څلورو زرو ډېرې پېښې راپور شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، تر دې دمه ۱۱۹ نورو هېوادونو کې هم د دې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د دې سازمان پر وینا، د دې ویروس د چټک خپرېدو بڼه د ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو وبا ته ورته ده چې د هند سمندر ټاپوګانو کې پیل شوه او ټوله نړۍ کې پرې لږ تر لږه یو نیم میلیون خلک اخته شول.

راپورونو کې راغلي، د دې ناروغۍ لپاره کومه ځانګړې درملنه نشته او د مچیو له چیچلو څخه د ځان ساتنې له لارې مخنیوی لکه، د جالونو او حشراتو ضد درملو کارول یې په مخنیوي کې مرسته کوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب