کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره ۱،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې ویلي، چین پلان لري چې له داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته وکړي. کابل کې د چين سفارت یوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پروژو د يوې برخې په توګه افغ…

2024-05-08 01:58 42۱ دقیقې لوستل
چین افغانستان کې له داخلي بې ځایه شویو سره ۱،۵ میلیونه ډالره مرسته کوي

کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له استازي سره په کتنه کې ویلي، چین پلان لري چې له داخلي بې ځایه شویو افغانانو سره د ۱.۵ میلیون ډالرو مرسته وکړي.

کابل کې د چين سفارت یوه خبرپاڼه کې ليکلي چې دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پروژو د يوې برخې په توګه افغانستان کې له داخلي بې ځايه شويو کسانو سره د مرستې په موخه ولګول شي.

خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې چين غواړي له افغانستان سره د بشري مرستو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره خپلې همکارۍ هم پياوړې کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب