کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

چین: د افغانستان ستونزې حل کې رغنده رول لوبوو؛ سرپرست حکومت يې هرکلی کړی

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د چين د ولسمشر شي جينګ پينګ د هغو څرکندونو هرکلی کړی چې ويلي يې وو، هېواد يې چمتو دی د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.   مجاهد ويلي، افغانستان هم غواړي د يو مهم اقتصادي هېواد په توګه له چين سره اړيکې ولري.   د چين ولسمشر شي جينګ پينګ بېجنګ کې يوې غونډې ته ويل…

2024-06-28 05:10 128۱ دقیقې لوستل
چین: د افغانستان ستونزې حل کې رغنده رول لوبوو؛ سرپرست حکومت يې هرکلی کړی

د سرپرست حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د چين د ولسمشر شي جينګ پينګ د هغو څرکندونو هرکلی کړی چې ويلي يې وو، هېواد يې چمتو دی د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.

 

مجاهد ويلي، افغانستان هم غواړي د يو مهم اقتصادي هېواد په توګه له چين سره اړيکې ولري.

 

د چين ولسمشر شي جينګ پينګ بېجنګ کې يوې غونډې ته ويلي، چين د سولې لپاره خپل دريځ نه بدلوي او په خبره يې، د فلسطين او اسرايلو په جنګ کې، د روسيې او اوکراین په ناورين کې او دغه راز د افغانستان د ستونزو په حل کې رغنده رول لوبوي.

 

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د چين ځانکړي استازي ويلي، نړۍوال دې د افغانانو په کلتور او کورنیو چارو کې لاسوهنه نکوي.

 

د يادونې ده چې چين تر دې وړاندې په رسمي ډول د سرپرست حکومت د سفير باورليک هم منلی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب