د خوړو نړیوال پروګرام وايي، هره شپه ۱۵ میلیونه افغانان وږي ويده کېږي.
دغه پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي، د بودیجې د سخت کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی چې په میلیونونو اړو افغانانو خپلې مرستې بندې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، افغانستان کې دغه اداره اړ شوه چې په سپټمبر میاشت کې له لوږې سره مخامخ دوه میلیونه نورو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې کمې کړي، چې له دې سره به د سږ کال د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستو د محرومو کسانو ټولټال شمېر لسو ميليونو کسانو ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي: د خوړو نړیوال پروګرام د ژمي د موسم تر پای ته رسېدو مخکې یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري څو په افغانستان کې له سخت ژمي څخه میلیونونه کورنۍ وژغوري.
ډبليو ايف پي وايي، اوسمهال دوی یواځې درې ميليونه افغانانو ته مرستې رسولی شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مشر وایی، په دغه هېواد کې له څلویښتو کلونو راهیسې جګړې، خراب اقتصادی وضعیت او د اقلیم بحران د افغانانو ژوند نور هم تریخ کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په تېرو ۶۰ کلونو کې چې دغې ادارې په افغانستان کې کار کړی، دا لومړی ځل دی چې په دغه هېواد کې د بودجې له ۶۰ سلنه کمښت سره مخ شوی دی.
د روان کال په لومړیو کې د نړیوالې ټولنې له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو له کمېدو وروسته ملګري ملتونه اړ شول، چې له نړیوالې ټولنې د ۴،۶ میلیارده ډالرو په غوښتنه بیا کتنه وکړي او شاوخوا یو نیم میلیارد ډالر یې کم کړي.




