کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ډبليو‌اېف‌پي: افغانستان کې يوازې له يو ميليون کسانو سره مرستې کولای شو

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ويلي، اوسمهال په ټول افغانستان کې د دولس ميليونو اړمنو له جملې يوازې يو ميليون سره مرستې کولای شي.   ياد پروګرام د دغه کار علت د کافي بوديجې کموالی ياد کړی دی.   د سرچينې په خبره، د مرستو له کموالي سره به نږدې ۱.۴ ميليون ماشومانو او ميندې به د خوارځواکي د مخنيوي په موخه اړين توکي ت…

2024-07-14 19:07 120۱ دقیقې لوستل
ډبليو‌اېف‌پي: افغانستان کې يوازې له يو ميليون کسانو سره مرستې کولای شو

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) ويلي، اوسمهال په ټول افغانستان کې د دولس ميليونو اړمنو له جملې يوازې يو ميليون سره مرستې کولای شي.

 

ياد پروګرام د دغه کار علت د کافي بوديجې کموالی ياد کړی دی.

 

د سرچينې په خبره، د مرستو له کموالي سره به نږدې ۱.۴ ميليون ماشومانو او ميندې به د خوارځواکي د مخنيوي په موخه اړين توکي ترلاسه نشي کړای، داسې حال کې چې په افغانستان کې د خوارځواکي ګراف مخ په لوړېدو دی.

 

ياد پروګرام دغه راز ويلي، د روان کال تر پايه په افغانستان کې د خپلو پروګرامونو پر مخ وړلو لپاره ۶۱۷ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.

 

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ‌د بشري مرستو د همغږي دفتر (اوچا) هم د بوديجې د کموالي خبر ورکړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب