کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د مور او ماشوم روغتون جوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل ښار کې د ۲۹۶ ميلیونه افغانيو په لګښت، د مور او ماشوم روغتون جوړ او ګټې اخیستنې تهوسپارل شو. د دغه وزارت ویاند شرافت امرخېل وايي، چې دا روغتون په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړ شوې او د میندو اوماشومانو درملنه به په کې ترسره شي. نوموړی زیاتوي، چې د مور او ماشوم روغتون…

2023-09-10 17:17 57۱ دقیقې لوستل
کابل کې د مور او ماشوم روغتون جوړ شو

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په کابل ښار کې د ۲۹۶ ميلیونه افغانيو په لګښت، د مور او ماشوم روغتون جوړ او ګټې اخیستنې تهوسپارل شو.

د دغه وزارت ویاند شرافت امرخېل وايي، چې دا روغتون په څلورو پوړونو کې په اساسي او معیاري ډول سره جوړ شوې او د میندو اوماشومانو درملنه به په کې ترسره شي.

نوموړی زیاتوي، چې د مور او ماشوم روغتون ۸۴ بسترونه لري، ۶۰ بسترونه یې د میندو او ۲۴ نور بسترونه یې د ماشومانو لپاره دي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د دې روغتون جوړېدل د مور او ماشوم د مړینې د کچې په ټيټېدو کې مهم اقدام ګڼلی دی.

قلندر عباد ويلي، د مسلکي او متخصصو کسانو ګمارل د لومړنیو، ثانوي او ثالثي روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والی د روغتیاييکارکوونکو لپاره د زده کړو د زمینې برابرول، د لنډمهاله او اوږدمهاله کړنلارو او ستراتېژیک پلانونو جوړول د روغتونونو ارتقاء له هغه مواردوڅخه دي چې عملآ کار پرې جریان لري.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب