کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کابل کې د نيله باغ پروژې د جوړېدو چارې پیل شوې

  د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال، کابل کې د چين سفير تو نورو ګنو چارواکو نن کابل کې د نيله باغ پروژې د بنسټ ډبره کېښوده. دغه پروژه چې د چين په مالي لګښت په درې کلونو کې جوړيږي ۷۱ ميليونه ډالره لګښت به پرې راشي. اقتصادي مرستيال د‌‌ دغې‌ پروژې پيل د هېواد د ابادي په برخه کې‌ مهم پرمختک ياد کړی او…

2024-04-07 03:08 298۲ دقیقې لوستل
کابل کې د نيله باغ پروژې د جوړېدو چارې پیل شوې

 

د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال، کابل کې د چين سفير تو نورو ګنو چارواکو نن کابل کې د نيله باغ پروژې د بنسټ ډبره کېښوده.

دغه پروژه چې د چين په مالي لګښت په درې کلونو کې جوړيږي ۷۱ ميليونه ډالره لګښت به پرې راشي.

اقتصادي مرستيال د‌‌ دغې‌ پروژې پيل د هېواد د ابادي په برخه کې‌ مهم پرمختک ياد کړی او ويلي يي دي حکومت د دې پروژې په څېر د نورو پروژو په برخه کې هم د پام وړ کار کړی دی.

اقتصادي مرستال همداراز په هېواد کې اوسني شرايط د پانګونې وړ بللي او ويلي دي د‌‌ کورنيو او بهرنيو پانګوالو لپاره يې د پانګونې زمینه برابره کړې ده.

ده‌ همداراز د‌غې پروژې د پيل په برخه کې له چين مننه کړې او غوښتنه يې کړې چې دغه هېواد دې له افغانستان سره د يو ښه ګاونډي په توګه د سیمه يیز اتصال او نورو مهمو موضوعاتو کې‌ په همغږي کار وکړي.

اقتصادي مرستيال همداراز د‌ کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ غوښتي چې په کابل کې دې‌ د تعميراتي پروژر ستونزو ته رسېدنه وکړي او د کار کولو اجازه‌ دې ورکړي.

د يادونې ده چې‌ دغه پروژه ۱۴۰۰ ودانۍ لري او په ۵۶ بلاکونو کې به جوړ او دولتي کارکوونکو ته به د استوګنې لپاره ورکړل شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب