کار او ټولنيزو چارو وزارت په يوه خبر پاڼه کې ويلي، د دغه وزارت له لوري له پنځه همکارو ملي او نړيوالو موسسو سره د ۶۳۲ ميليونه افغانيو په ارزښت اووه تړونونه لاسليک شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه تړونونه د فني او حرفوي زدکړو د پراخيتا او کورنيو ته د کوچينو سوداګريزو د برابرېدو په موخه لاسليک شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي، له دغه تړونونو له ۳۵ زره هېوادوال په کابل، غزني، جوزجان، دایکندي، پروان، کندز، باميان، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولايتونو کې ګټه واخلي.
د ياد وزارت د ټولنيزو چارو معين شیخ عبدالبر له همکارو موسسو غوښتي چې خپلې چارې د سرپرست حکومت له اصولو سره سمې مخ ته يوسي.
د ياد وزارت مسولينو همکارو موسسو ته د همکاري ډاډ ورکړی دی.
ياد وزارت تر دې وړاندې ويلي وو، چې په هېواد کې څه باندې څه باندې درې زره کورنيو او بهرنيو اتباعو ته د کار کولو جوازونه ورکړي دي.




