کاناډایي چارواکي وایي، په یورک ښار کې د موټرو یو ستر غل تر نیول کېدو مخکې کابل ته تښتېدلی دی.
د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې تېر ۲۰۲۳ کال په دې سیمه کې تر ۵ زرو زیات موټر ورک شوي دي.
د پولیسو په خبره، ۳۴ کلن منصور عبدل په کاناډا کې د موټر د غلا یو له لویو طراحانو څخه و.
د کاناډايي رسنیو د راپورونو له مخې، تېر میلادي کال په دغه هېواد کې د موټرو د غلا کچه د پام وړ زیاته وه.
د کاناډا پولیسو د موټر د غلا په تور د پنځو کسانو نومونه اعلان کړي دي.
منصور عبدل، ابو آیي، مودیبو بامبا، آمیل تامبوه ماتنده او آلا ملک مقداد هغه پنځه کسان دي، چې د موټرو پر غلا تورن شوي دي.
د منصور عبدل د هویت په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
بل لورته سرپرست حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کاناډا کې د موټرو یو ستر غله کابل ته تېښته کړې
کاناډایي چارواکي وایي، په یورک ښار کې د موټرو یو ستر غل تر نیول کېدو مخکې کابل ته تښتېدلی دی. د دغه هېواد پولیسو ویلي، چې تېر ۲۰۲۳ کال په دې سیمه کې تر ۵ زرو زیات موټر ورک شوي دي. د پولیسو په خبره، ۳۴ کلن منصور عبدل په کاناډا کې د موټر د غلا یو له لویو طراحانو څخه و. د کاناډايي رسنیو د راپ…




