کانونو او پټروليم وزارت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، د دغه وزارت په کابل کې د چين هېواد د افچين کمپني له مسوولينو سره ليدلي دي.
د سرچينې په خبره، په دغه ليدنه له ياد شرکت سره د پخوانيو حسابونو په تصفيې، راتلونکو پلانونو، د کورنيو او بهرنيو انجينرانو په معاشاتو، د ښه کنترول په موخه د الکترونيکي سيستمونو په جوړولو، د زمرد سای ۵۶ کيلو مټره سرک د جوړولو په اړه خبرې شوي دي.
دوی همداراز پرېکړه کړې ده چې بهرني انجينران دې په هغه وخت مې وګمارل شي چې افغاني انجينران نه وي موجود.
د يادونې وړ ده، چې يادې کمپنۍ څه موده وړاندې ويلي وو، چې امو نفتي حوزه کې به د نفتو د استخراج په موخه دوه غیر فعاله څاه ګانې فعاله او همداراز به ۲۲ نورې نوې څاه ګانې وکيندي.




