د کاپیسا ولایت د کانونو او پټرولیم رییس عنایتالله ابلاغ وايي< د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ کې د تورغنډۍ نفرایت ډبرو کان د استخراج چارې پيل شوې.
هغه زياتوي، د دغه کان تړون له یوه کورني شرکت سره لاسليک شوی او د استخراج چارې به يې د پنځو کلونو موده کې بشپړې شي.
د ابلاغ په وینا، اوس د دې کان لومړي او دويم بلاک کې عملي کار دوام لري.
نوموړی وايي، د دې کان د استخراج چارو کې به له ۶۰۰ څخه زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
د تورغنډۍ د نفرايټو کان مساحت ۷۱ زره هکتاره اټکل شوی دی.
د کاپيسا ځايي چارواکي وايي، نږدې راتلونکي کې به په کاپیسا کې د نیمه قېمتي ډبرو د پنځو نورو کانونو د استخراج چارې هم پیل شي.
نفرايټ ډبره په نړۍ کې یو له قیمتي ډبرو څخه شمیرل کیږي، چې دغاړې هار، غوږوالۍ او زینتي توکو په جوړولو کې کارول کیږي.




