کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندز کې د صنعتي پارکونو جوړېدو لپاره ۱۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د کندز ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت په اب دان دښته کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده. خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کندز والي د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د ثبت او بررسۍ لپاره له ټاکل شوي پلاوي سره لیدلي او د هغوئ کاري ګزارش یې اورېدلی دی. خبرپاڼې د یاد…

2025-01-20 04:01 113۱ دقیقې لوستل
کندز کې د صنعتي پارکونو جوړېدو لپاره ۱۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د کندز ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې د یاد ولایت په اب دان دښته کې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ۱۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کندز والي د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د ثبت او بررسۍ لپاره له ټاکل شوي پلاوي سره لیدلي او د هغوئ کاري ګزارش یې اورېدلی دی.

خبرپاڼې د یاد پلاوي د غړو له قوله لیکلي چې دوی د خپلې بررسۍ او کتنو په پایله کې په اب دان دښته کې درې ځایونه انتخاب کړي و چې له یادو درې ځایونو به یو ځای چې ډېر مناسب وي د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره انتخاب شي.

په همدې تړاو جوړه شوې ناسته کې ددغه انتخاب شوو سیمو د ځانګړتیاو او نیمګړتیاو په هکله پوره بحث شوی او د مشورو او نظرونو له تبادلې وروسته په اب دان دښته کې د ټولګټو ریاست نوي ترازو ته مخامخ سیمه د دغه پارکونو لپاره مناسبه ښودل شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب