کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندز کې د نږدې ۵۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د دقېر اچونې چارې جريان لري

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ۴۹۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندز ـ دشت ارچي ولسوالي د سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې روانې دي. ياد وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، چې دغه سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا رغول کېږي. د حق شناس په وينا، د ياد سړک په اوږدو کې د ۵۷ پایې پلګ…

2026-05-03 05:05 91۱ دقیقې لوستل
کندز کې د نږدې ۵۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو سړک د دقېر اچونې چارې جريان لري

 د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې ۴۹۸ ميليونه افغانيو په ارزښت د کندز ـ دشت ارچي ولسوالي د سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې روانې دي.

ياد وزارت وياند محمد اشرف حق شناس ويلي، چې دغه سړک ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا رغول کېږي.

د حق شناس په وينا، د ياد سړک په اوږدو کې د ۵۷ پایې پلګوټو او د ۳۰۰ متره استنادي دېوال د جوړول هم شامل دي او د ۱۸ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي،‏ د دې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د مسافرینو د تګ - راتګ او د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد په برخه کې ګڼ شمېر اسانتیاوي رامنځته شي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب