کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

کندهار کې د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

صنعت او سوداګرۍ وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې په کندهار کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې د ریئس په شتون کې د وطني تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانېستل شوی دی.   دغه نندارتون د سېکارام احمدزي بازار موندنې شرکت لخوا پرانېستل شوی چې د پرانېستې په مراسمو کې یې د کندهار ولایت د ډېری ادارو مسوولانو او مشرانو هم…

2025-01-05 04:34 66۱ دقیقې لوستل
کندهار کې د وطني تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شوی

صنعت او سوداګرۍ وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې په کندهار کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې د ریئس په شتون کې د وطني تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانېستل شوی دی.

 

دغه نندارتون د سېکارام احمدزي بازار موندنې شرکت لخوا پرانېستل شوی چې د پرانېستې په مراسمو کې یې د کندهار ولایت د ډېری ادارو مسوولانو او مشرانو هم ګډون کړی و.

 

د یاد شرکت مسوول د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او د سرپرست حکومت له مشرتابه یې خوښې وښودله چې سوداګرو او صنعت کارانو ته یې ۱۲۰ جریبه ځمکه ځانګړې ده.

 

د یادونې وړه ده چې په کندهار ملي نندارتون کې دا مهال ۱۰۰ غرفې فعالې دي چې درې ورځې به د یاد ولایت په شامي صالون کې دوام وکړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب