کډوالو چارو وزارت نن يکشنبه په يوه خبر پاڼه کې ویلي، د دغه وزارت او ګڼو موسسو له لوري د ۹ ميليونه ۴ سوه زره او ۸۴ زره ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليک شوي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ياد تړونونه له کورډايډ، PRB, OHW, او WHH موسسو سره د زدکړو ملاتړ او کډوالو وزارت لپاره د ستونزو د اسانتيا په موخه لاسليک شوي دي.
د سرچینې په خبره، دغه مرستې به په نغدي او غیر نغدي توکه په کابل، بلخ، جوزجان، سرپل او کندز ولایتونو کې مصرف شي.
وړاندې ليکل شوي، د همدې مرستو ځيني ډالر به د حرفوي زدکړو، کوچنۍ سوداګريو، د خياطي ماشينونو وېشلو او نورو برخو کې ولګول شي.
بايد ياده شي چې دغه تړونونه د ياد وزارت د مسکلي مرستيال مولوی عبدالرحمن راشد او همکارو موسسو له لوري لاسليک شوي دي.




