کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ګلبدين نايب: افغانستان به نږدې راتلونکي کې د نړيوالو لوبو کوربه وي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدين نايب ويلي، نړيوال هېوادونه لېوالتيا لري چې افغانستان ته د لوبو کولو لپاره لاړ شي. نوموړي له «کريک‌ټرېکړ» سره په يوه مرکه کې ويلي، د ۲۰۲۵ شپږیزه ليګ مو پای ته ورسوو، د کرکټ بورډ په همکاري هيله‌مند يو چې د کرکټ نړيوالې شورا د لوبو کوربه توب وکړو. نايب ويلي، افغ…

2025-08-08 06:27 218۱ دقیقې لوستل
ګلبدين نايب: افغانستان به نږدې راتلونکي کې د نړيوالو لوبو کوربه وي

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدين نايب ويلي، نړيوال هېوادونه لېوالتيا لري چې افغانستان ته د لوبو کولو لپاره لاړ شي.

نوموړي له «کريک‌ټرېکړ» سره په يوه مرکه کې ويلي، د ۲۰۲۵ شپږیزه ليګ مو پای ته ورسوو، د کرکټ بورډ په همکاري هيله‌مند يو چې د کرکټ نړيوالې شورا د لوبو کوربه توب وکړو.

نايب ويلي، افغانستان کې د نړيوال لوبو لپاره زمينه مساعده او له مونږ سره - سره ځيني نور هېوادونه هم لېواله دي چې د افغانستان په کوربه توب لوبې وکړي.

هغه دغه راز ويلي، د افغانستان کورنی کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.

د

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې افغان کرکټ ملي لوبډله تر بل هر وخت ډېر پرمختګ کړی دی.

ياده دې وي چې نايب د افغان لوبغاړو په پرمختګ کې د هند غوره ليګ اغېز هم ګټور بللی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب