کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یوه چینایي کمپنۍ په مزار شریف او حيرتانو بندر کې‌ پانګونه کوي

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د افغانستان سفير د «وو وي» چينايي لوژیستکي کمپنۍ له مشر هونګ مينګ فنګ سره ليدلي. دغه‌ کمپنۍ چې له چين څخه روسيې او اروپا ته د رېل لارې د انتقالاتو په برخه کې کار کوي تازه يې په افغانستان کې هم د پانګونې چمتوالی ښودلی. د دغې‌ کمپنۍ مشر ويلي،…

2024-03-06 20:32 92۱ دقیقې لوستل
یوه چینایي کمپنۍ په مزار شریف او حيرتانو بندر کې‌ پانګونه کوي

په چین کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د افغانستان سفير د «وو وي» چينايي لوژیستکي کمپنۍ له مشر هونګ مينګ فنګ سره ليدلي.

دغه‌ کمپنۍ چې له چين څخه روسيې او اروپا ته د رېل لارې د انتقالاتو په برخه کې کار کوي تازه يې په افغانستان کې هم د پانګونې چمتوالی ښودلی.

د دغې‌ کمپنۍ مشر ويلي، په حیرتان او مزار کې‌ به د ازادې سوداګرۍ د پراختيا په موخه لوژیستیک مرکزونه جوړ کړي دي.

ده همداراز ويلي، د‌ چين او افغانستان ترمنځ له د‌ مالونو د لېږد په برخه کې هم اسانتياوې رامنځته کړي دي.

ورته مهال بیا په چين کې د سرپرست حکومت سفير نوموړي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی.

په دې وروستيو کې د ګڼو هېوادونو پانګوالو په افغانستان د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې ده.

سرپرست حکومت هم بار بار د افغانستان اوسنی وضعیت د پانګونې لپاره مناسب بللی او پانګوالو لپاره یې د هر اړخيزه اسانتياوو د رامنځته کولو ډاډ ورکړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب