کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

یو شمېر روسي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د روسيې هېواد نړيوالو شرکتونو په افغانستان کې د بریښنا، ګاز، ډيجيټل حکومتولۍ، د هېواد د امنيت د پياوړتيا لپاره د سيستمونو جوړول او نورو برخو کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی. يادو شرکتونو د تېلو را ایستلو او د اوبو د لېږد لپاره د پمپونو په نصبولو کې هم ډاډ ورکړی. د ياد و…

2024-02-19 03:26 83۱ دقیقې لوستل
یو شمېر روسي شرکتونه په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، د روسيې هېواد نړيوالو شرکتونو په افغانستان کې د بریښنا، ګاز، ډيجيټل حکومتولۍ، د هېواد د امنيت د پياوړتيا لپاره د سيستمونو جوړول او نورو برخو کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی.

يادو شرکتونو د تېلو را ایستلو او د اوبو د لېږد لپاره د پمپونو په نصبولو کې هم ډاډ ورکړی.

د ياد وزارت د پانګوني رييس صبغت الله اخندزاده د دغه شرکتونو له استازو سره په ليدنه کې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه امکانات برابر شوي او هېواد یې له سيمې او ګاونډيو سره ښې اړيکې لري.

دغه شرکتونه داسې مهال په افغانستان کې د پانګونې خبر ورکوي چې تر دې وړاندې هم چينايي شرکتونو په مختلفو برخو کې د پانګونې چمتوالی ښودلی وو او ويلي وو چې د امو په نفتي حوزه کې به ۲۴ نوې څاه ګانې وکيندي او ورسره به د نفتو د استخراج په کچه کې ډېروالی راشي. 

سرپرست حکومت وايي، پانګوالو ته په ټولو برخو کې اسانتياوې برابروي.

د يادونې ده چې سرپرست حکومت بار، بار افغانستان د پانګوني لپاره مساعد ګڼي او په پانګوالو غږ کوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب