د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۳ سلنه بشپړې شوې

September 09, 25 Khalid Sahar Nasiri

د ملي پراختیا شرکت ویاند وایي، د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز کېندلو چارې ۹۳ سلنه او د سربند جوړولو چارې نږدې ۸۲ سلنه بشپړې شوې دي.

محمد نبي ارغندیوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه شرکت عمومي اجرائيوي رئيس عبدالرحمن عطاش د دغه کانال له چارو څخه ليدنه کړې ده.

عطاش مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې د یاد کانال چارې د پلان مطابق په معیاري او مسلکي توګه عملي کړي.


ارغندیوال زیاته کړې، چې د قوش‌تېپې کانال په مسیر کې د دوه پلونو چارې بشپړې شوې او د ۱۳ نورو پلونو چارې هم‌مهاله تر کار لاندې دي.

د نوموړي په خبره، د یاد کانال چارې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي.

د يادونې ده، چې د قوش‌تېپې کانال د ٢٨۵ کيلومترو په اوږدوالي او ۱۵۲ متره پلنوالي سره جوړېږي. 

د اسلامي امارت د چارواكو په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د هېواد په شمال او شمال لوېديځو ولايتونو كې ۵۵۰ زره هكټاره ځمکه له آمو دریا څخه خړوبه شي.