ملګري ملتونه: په افغانستان کې ۹۲ سلنه خلک د نجونو د زدهکړو دوام مهم بولي

کابل (کوه نور، ۸ سنبله ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وایي، په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د دوام پراخ ملاتړ شته او ۹۲ سلنه خلک یې مهم بولي.
د یاد سازمان له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې دغه سروې د شاوخوا ۲ زره کسانو ترمنځ شوې ده.
د سروې له مخې، په کلیوالو سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونو د زدهکړو ملاتړ کوي، په داسې حال کې، چې په ښاري سیمو کې د دواړو کچه ۹۵ سلنه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو استازې، سوزان فرګوسن وایي: “نجونې بېصبرانه د زدهکړو د دوام هیله لري او کورنۍ هم غواړي چې لوڼې یې زده کړې وکړي.”
په راپور کې همدارنګه راغلي، په هغو سیمو کې، چې ښځې په موسسو کې د کار کولو اجازه نه لري، ۹۷ سلنه هغو یې ویلي، دغه بندیز یې په ورځني ژوند کې منفي اغېز کړی دی.
دغه موندنې په داسې حال کې خپرېږي، چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار لا هم بندیز دی.
د اسلامي امارت چارواکي بیا، بیا ټینګار کوي، چې د یوه مناسب چاپېریال په برابرېدو سره به ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار اجازه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، له زدهکړو او کار محرومې نجونې او ښځې د خپلې نامعلومې راتلونکې په اړه اندېښنه لري او له چارواکو غواړي چې د زدهکړو او کار زمینه ورته برابره کړي.