بیت‌المقدس کې په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي

September 08, 25 Khalid Sahar Nasiri

په بیت‌المقدس کې د وسله‌والو په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپیان دي.

د اسرائیلي پولیسو په وینا، پېښه د یوه بس پت تمځای کې رامنځ‌ته شوې ده. بریدګر دوه تنه ول، چې پولیسو له منځه وړي دي.

د روغتیایي چارواکو په وینا، په وژل شویو کې پنځه نارینه او یوه ۵۰ کلنه ښځه شامل دي. تر اوسه د بریدګرو هویت او د برید انګېزه په ډاګه شوي نه‌دي.

اسرائیلي پولیسو دا پېښه ترهګریز برید بللی او ویلي یې دي، چې څېړنې یې پیل کړې دي. په ورته وخت کې، د فلسطین حماس غورځنګ د دغه برید ستاینه کړې؛ خو مسوولیت یې نه‌دی منلی.

د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر ویلي، چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو له امنیتي چارواکو سره یو ځای د پېښې ځای ته تللی دی.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځ‌ته شوې، چې پر فلسطین د اسرائیلو بریدونه دوام لري او د پای ته رسېدو هېڅ څرک یې نه تر سترګو کېږي.

د امریکا ولسمشر، ډنالډ ټرمپ د یکشنبې په شپه حماس ته وروستی خبرداری ورکړی او غوښتنه یې ترې کړې، چې د اسرائیلي یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره معامله ومني. هغه ویلي، چې اسرائیل د هغه شرایط منلي او اوس وخت دی، چې حماس هم ورته غاړه کېږدي.

بلخوا، حماس هم د اوربند او د بندیانو خوشې کولو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.