د اقلیم بدلون؛ مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي

کابل (کوه نور، ۱۹ مېزان ۱۴۰۴): مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي دي.
سیمهییزو چارواکو د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه بارانونه د ځمکې ښوېدنې، د برېښنا د پرې کېدو او د سیندونو د خرابېدو لامل شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د مکسیکو د هیدالګو ایالت د ملکي ساتنې ادارې ویلي، چې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه او سلګونه ښوونځي زیانمن شوي دي.
په همدې حال کې د پوبلا ایالت والي، الیخاندرو آرمینتا ویلي، چې د ځمکې ښوېدنې په څېر پېښو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او ۵ تنه نور ورک شوي دي.
همدارنګه د مکسیکو په وراکروز ایالت کې هم چارواکو د دوه تنو د مړینې خبر ورکړی دی.
د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شینباوم پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د خلکو د مرستې، د سړکونو د خلاصون او د برېښنا د بېرته راوستلو لپاره یې هڅې دوام لري.
هغې د ژغورونکو انځورونه هم خپاره کړي، چې د اوبو ډکو سړکونو له لارې د مرستې توکي انتقالوي.
په یوه ویډیو کې د مکسیکو سمندري ځواکونو یو افسر لیدل کېږي، چې تر غاړې پورې په اوبو کې روان دی او د پوزا ریکا ښار کې د بند پاتې خلکو د ژغورلو هڅه کوي.
دا ښار د کازونس سیند د خرابېدو له امله تر ډېره لاندې اوبو تللی دی.
د مکسیکو د دفاع وزارت ویلي، چې له ۵۴۰۰ زیات سرتېري یې د څارنې، انتقال او پاککارۍ لپاره سیمې ته استولي دي.
همداراز، «ریمونډ» او «پریسیلا» نومي طوفانونه اوس د باخا کالیفورنیا ټاپووزمه او د مکسیکو د ارام سمندر لوېدیځو سواحلو ته بارانونه راوړي.