روسیه: د امریکا لخوا اوکراین ته د تاماهاک توغندیو لېږل د اوکراین جګړه بل لور ته بیایي

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د روسیې له لوري ویل شوي، که امریکا اوکراین ته «تاماهاک» توغندي واستوي؛ نو د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه به ډېرې ترینګلې مرحلې ته لاړه شي.
د کرملین له خوا دغه اندېښنه وروسته له هغې څرګنده شوې، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د اکتوبر پر ۱۲مه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي و، چې اوکراین به له دې توغندیو یوازې نظامي اهدافو لپاره کار اخلي او پر روسیې به ملکي اهداف نه په نښه کوي.
بلخوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې لا تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې، چې دغه توغندي اوکراین ته واستوي که نه.
د تاماهاک توغندیو واټن شاوخوا ۱۶۰۰ کیلومتره دی او له جنګي بېړیو، اوبو لاندې کښتيو او ځینو الوتکو څخه هم توغول کېدای شي.
یادونې وړ ده، چې امریکا پخوا هم له تاماهاک توغندیو څخه د ایران د هستوي تأسیساتو د نښه کولو لپاره استفاده کړې وه.