ټرمپ: ايران د سولې لپاره هڅې کوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، ايران د سولې لپاره خپله لېوالتيا څرګنده کړې او دغه راز يې منځني ختيځ کې له اوربند هم هرکلی کړی دی.
ټرمپ ويلي، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور نه لرلو فضا شتون لري، خو هېواد يې منځني ختيځ کې پر اوربند د ايران د خوښي هرکلی کوي.
نوموړي ويلي، د ايران پر هغه اقدام ستايي چې د سولې د خبرو د پرمختګ سبب ګرځي.
همدې حال ټرمپ يو ځل بيا د ايران پر اټومي تاسيساتو د امريکا د بريد دفاع کړې او ويلي يې دي، چې که بريد یې نه وای کړی، نو ایران به اوس اټومي وسلې درلودلای.
هغه ټينګار کړی که ايران اټومي وسلې درلودلای، نو اوس به يې سولې ته لېوالتيا نه وای ښودلې.
امريکا د روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال ايران کې د دغه هېواد درې اټومي سايټونه په نښه کړل، خو ايران وويل چې زيان ورته نهدی رسېدلی.
ياد دې وي چې د ايران او امريکا ترمنځ د عمان، قطر او ايټاليا په منځګړيتوب اټومي مذاکرات ترسره شول، خو نتيجې ته ونهرسېدل او پر ايران له بريد وروسته دغه مذاکرات په ټپه ولاړ دي.