چین کې د هغو ۱۰۰۰ کسانو د ژغورنې هڅې روانې دي چې د اورست غر په لمنو کې بند پاتې

کابل (کوه نور، ۱۴ مېزان ۱۴۰۴): د چین دولتي رسنیو د راپور له مخې، هڅې لا هم روانې دي تر څو هغو کسانو ته مرستې ورسوي او وژغورل شي چې د اورست غر د تېبت په لرې پرتو سیمو کې د واورې طوفان له امله بند پاتې شوي دي.
د راپورونو په اساس، د اورست غر هغه ځای دی، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان د غره ختیځ اړخ کې په کمپونو کې په واورو کې راګیر دي.
د ځایې سرچینو د مالوماتو له مخې، سلګونه ځایې کلیوال او د ژغورنې ډلې د دې لپاره لېږل شوي، چې په واورو پوښل شوې ۴۹۰۰ متره لوړې ارتفاع ته ورسېږي او لارې پاکې کړي.
د یکشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس د ځایې رسنیو له قوله راپور ورکړی و، چې شاوخوا ۳۵۰ ژغورل شوي کسان د قودانګ په نوم یوه کوچني ښار ته انتقال شوي دي.
سرچینې وړاندې لیکلي، یاده سیمه کې درنه واوره د جمعې له شپې راهیسې پیل شوې او د اورست د ختیځې غاړې لمنې یې پوښلې دي، چې دا سیمه د غره ختونکو لپاره یو مشهور او پېژندل شوی ځای بلل کېږي.
چن ګشوانګ، چې د یوې غرهختونکي ډلې غړی دی او قودانګ ته رسېدلی، رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې د یادې سیمې هوا ډېره لنده او یخه ښودلې او د یخ وهلو د جدي خطر موجودیت په اړه یې راپور ورکړی دی.
ګشوانګ د لارښود له قوله ویلي، چې هېڅکله په اکتوبر کې له داسې هوا سره مخامخ شوی نه و او دا پېښه یې ډېره ناڅاپي رامنځته شوې پېښه بللې ده.