پوتين: د اوکراين پوځ جګړه کې په شا روان دی

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي، روان ۲۰۲۵ زيږديز کال یې د اوکراين ۵۰۰۰ کيلو متره مربع ځمکه نيولې ده.
نوموړي ويلي، له اوکراين سره جګړه کې ستراتيژيک ابتکار په بشپړ ډول د مسکو لاس کې دی.
نوموړي دغه څرګندونې د خپل د زوکړې ورځ په مناسبت له پوځي چارواکو سره په يوه غونډه کې کړي دي.
پوتين زياته کړې، سره له دې چې اوکراين سخت مقاومت کوي، خو بیا هم د جګړې له ټولو برخو په شا روان دی.
نوموړي ويلي، د اوکراين له لوري پر روسيې بريدونه روسیې ته هیڅ زيات نشې رسولای.
همدې حال کې بيا د روسيې لوی درستيز جنرال والېرې ګيرسیموف ويلي، چې ځواکونو یې په هره برخه کې پرمختګ کړی، خو اوکرايني ځواکونه يې د مخې نيولو هڅه کوي.
والېرې زياته کړې، ځواکونه یې اوسمهال د اوکراين شمال سوومي او خارکییف سیمو کې د کمربندونو د جوړولو هڅې کوي.
همدې حال کې بیا د اوکراين ولسمشر ويلي، روسیې د اوکراین يو لوی ښار هم نه دی نيولی.