برېتانیا او هند د ۳۵۰ ميليونو پونډو په ارزښت پوځي تړون لاسليک کړې

د برېتانیا لومړي وزیر کرسټارمر هند ته د خپل سفر په دويمه ورځ له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره ليدلي دي.
دوی په دغه ليدنه کې پر اقتصادي، پوځي او ځينو نورو مسايلو هوکړې کړې دي.
د سټارمر له دفتر په يوه خبر پاڼه کې راغلي، دوی د هغه سوداګري تړون چې څو مياشتې مخکې شوی وو، پر چټکتيا ټينګار کړی، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر توکو تعرفې کمې او لاسرسی ورته اسان شي.
سرچينې ليکلي، له هند سره يې د ۳۵۰ ميليونه پونډو په ارزښت پوځي تړون کړی، چې په بېلابېلو برخو کې به ګډ مرکزونه جوړ کړي.
مودي د دغه تړون هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د برېتانيا مهارت به له هند سره په ګډه يو ځانکړی ګډ ځواک جوړ کړي.
همدې حال کې بیا هند هم برېتانیا کې د ۱.۳ ميليارده ډالرو په ارزښت د پانګونې اعلان کړی د ۶۴ هندي شرکتونو له لوري به وشي او زرګونه تنو ته به پکې د کار کولو زمینه برابره شي.