امانويل ماکرون: راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د فرانسې نوی لومړی وزیر وټاکل شي

د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون ويلي، راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د خپل هېواد لپاره نوی لومړی وزیر وټاکي.
د فرانسې پخواني لومړي وزير سباستين لکورن تېره دوشنبه له خپلې دندې استعفا اعلان کړه.
رويټرز ليکلي، مکرون به د پارلمان له مداخلې پرته په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې نوی لومړی وزیر اعلان کړي.
همدې حال کې بيا ځينو ښي اړخو او نورو ګوندونو ټينګار کړی چې امانويل دې استعفا وکړي.
دوی وایي، غواړي راتلونکی دولت رهبري کړي، مالياتي ستونزې حل او ځيني نور قوانين هم له منځه يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم فرانسه کې د امانويل ماکرون د حکومت پر ضد پراخ لاريونونه پيل شوي وو.